د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتی ریاستونو د کمپیوټر ښونیز مرکزونه د ټکنالوجۍ په وسایلو سمبال شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۸:۵۸
تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه په هدایت د ۱۶ درېیمې درجې او د دویمې درجې ولایتي ریاستونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د عصري تجهیزاتو د سمبالولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا د ټی ډي اف بودیجی له لوري د ۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت یوشمیر د ټکنالوجۍ اړوند وسایل ( ۵۴۰ پایې لپټاپ کمپیوټرونه، میزونه، چوکۍ او د لمریزې بریښنا وسایل) شامل دي اخیستل شوي، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ۱۶ ولایتی ریاستونو رئیسانو ته د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د رسمي لیک په ورکولو سره وسپارل شول.

مخابرات ولایات

یاده غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ۱۶ ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیسانو سره د لیدنې پر مهال د ښه راغلاست ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پر اهمیت او ارزښت مفصله وینا وکړه .

ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل چې معلوماتي ټکنالوجي د اوسني عصر یو اړین ضرورت دی په همدې اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هم غواړي د افغانستان ځوان او لوستي نسل ته د ټکنالوجی د ودې او زده کړې په برخو کې آسانتیاوې برابرې کړي.

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

د یادولو وړ ده چې د دغه تجهیزاتو په ورکولو سره به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ښونیز مرکزونه په ښه ډول تجهیز شي او وه به کؤلای شو لوستو هیواد والوته د پرمختللي ټکنالوجۍ د زده کړې له لارې ټولنه کې د خدمت کولو فرصت برابر کړو او په ورځنیو چاروکې ترې ګټه پورته کړي او د هیواد د پرمختګ سبب وګرځي.

ورته مهال د غونډې په پای کې ولایتي رئیسانو په خپل وارسره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغه کړنه وستایله او مننه یی څرګنده کړه چی د هیواد مظلوم او بی وسه هیواد والو ته یې د عصري ټکنالوجۍ په مټ د پوهې حاصلولو زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته