د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی مولوی عبدالحکیم منیب سره ولیدل.

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۱۴:۲۴
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با محترم مولوی عبدالحکیم منیب سرپرست وزارت ارشاد، حج و اوقاف دیدار نمودند.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی نن په خپل کاري دفتر کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی مولوی عبدالحکیم منیب سره ولیدل. په لیدنه کې د یاد وزارت د اداري، بشري سرچینو او په ځانګړی توګه د حج د پروسې د مدیریت لپاره د الیکترونیکي سیسټم پر جوړولو خبرې وشوې.

ددې ترڅنګ د مساجدو د مدیریت پر الیکترونیکي سیسټم چې د هیواد ټول مساجد به له دې لارې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت تر مدیریت لاندې وي هم خبرې وشوی او تخنیکي ټیم ته لارښوونه وشوه چې ژر تر ژره د یادو پروسو پر تطبیق کار پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته