د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پر ضد ۱۶ ورځني کمپاین پرانیسته
![محو خشونت علیه زنان](/sites/default/files/2020-11/_q0a0205.jpg)
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره ۱۶ ورځني کمپاین غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو د رییس، بیلابیلو ادارو آمرینو او کارمندانو په شتون د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه او ۱۴ ورځې دوام لري.
په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي سید مسعود صمیم، د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل، او د برنامې پر اهمیت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون او نور اړونده قوانینو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه نوموړي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پرضد د مبارزې لپاره د وزارت د واضح پیغام او لارښوونو په اړه هم خبرې وکړې.
هغه د دې قانون له پلي کیدو څخه د ملاتړ په برخه کې د مخابراتو وزارت د رهبرۍ او بیلا بیلو څانګو په هراړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې د وزارت رهبري د نافذه قوانینو په چوکاټ کې، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د سالم او خوندي کاري چاپیریال چمتو کولو لپاره د تاوتریخوالي منع قانون پلي کولو ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو پخاطر ۱۶ ورځنی کمپاین هر کال د نومبر له ۲۵ څخه د دسمبر تر لسمې پورې (د بشري حقونو نړیواله ورځ) د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو او کمولو او په نړۍ کې د هغې د له مینځه وړلو په موخه پیل کیږي.
د دې کمپاین هدف د تاوتریخوالي فرهنګ ته د نه ویلو ژمنه او د سولې فرهنګ ته ترویج ورکول دي.