د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر فراه ولایت ته د سفر په لړ کې پشت رود ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۱۸
پشت رود ولایت فراه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې پشترو ولسوالۍ ته تللی او هلته یې له ځایي مسؤلینو سره لیدلي او د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي.

ښاغلي وزیر صاحب پشت‌رود ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ ولسوال ښاغلي الحاج ملا محمد انور سره د یادې ولسوالۍ پر مخابراتي چوپړ او د محرومو سیمو پر پوښښ خبرې کړي دي، ښاغلي وزیر صاحب پشترود رود ولسوالۍ کې له ځايي مسؤلینو او د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره لیدلي د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي د حل مو ځه یې ډاډ ورکړی د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مخابراتي چوپړ به د هېواد په کچه پراختیا ومومي او ډېری محرومې سیمې به له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ د پراختیا او همدا راز هېواد کې د انټرنټي او مکالماتي چوپړ وړاندې کولو په موخه ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړي وو چې اوس مهال یې د هېواد په ټولو برخو کې عملا کار جریان لري او له ډلې یې ۵۴ مخابراتي سایټونه تر دې دمه ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي او د پاتو مخابراتي سایټونو چارې په چټک سره روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته