د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د افغان پُست ریاست څخه لیدنه وکړه

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۱۲:۳۴
معین مالی واداری وزارت مخابرات وتکنالوژی معلوماتی از ریاست پست بازدید کرد

د روان 1398 کال د تلي د میاشتي په 16 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د افغان پُست ریاست

څخه لیدنه وکړه.

د افغان پُست اداره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه کلیدي او مهمه څانګه ده چې هره ورځ ګرانو هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.

په 1398 کال کې د دغه ریاست لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

  1. د پُستي او کمپیوټري مالي خدماتونو لپاره د پُستي تجهیزاتو پیرودل
  2. په کابل کې د مرکزي او نورو شپاړسو ښاري پُست خونو بیارغونه او ترمیم
  3. د افغان پُست د نوي ودانۍ ډیزاین
  4. د داخلي تعقیب سیسټم رامینځته کول
  5. د نوري فایبر سره د ښاري پُست خونو نښلول
  6. په لومړی او دویم پوړ کې د پرانیستې فضا جوړول
  7. د کورني او نړیوال پُستي توکو لپاره د تعقیب سیسټم رامینځته کول

یادونې وړ ده چې په 1397 کال کې د دغه ریاست عاید شا و خوا 357 ملیونه افغانۍ دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۱۹:۲۴
Background image

د سلام مخابراتي شرکت څلورم نسل یا 4G انټرنیټ خدمتونه فعال شول!

سه شنبه د روان کال د وري میاشتې ۲۶ مه نېټه مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له سلام مخابراتي شرکت سره په ګډه، د دغه شرکت له خوا د 4G انټرنیټ خدمتونو فعالېدو په مناسبت افتتاحیه ناسته. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

په مخابراتو وزارت کې، د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه:

نن یکشنبه د ۱۳۹۸ کال کب میاشتې اتلسمه، په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې، د مشرتابه هییت، یو شمېر رییسانو او مخکښو مېرمنو په ګډون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مارچ اتمه یا. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

ملت ته د مخابراتو وزارت د حساب ورکولو ناسته تر سره شوه:


نن چهارشنبه د روان ۱۳۹۸ هجري کال د کب میاشتې اوومه نېټه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوزۍ وزارت مشرتابه د حکومت رسنیو مرکز کې خلکو ته د حساب ورکولو په ناسته کې ګدون وکړ.
په دغه ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته