د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست پیغام

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

درنو هیوادوالو:
السلام علیکم و رحمهّ الله:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس جلا لتمآب ډاکتر صاحب محمد اشرفغنی څخه مننه کوم چه پر ما یی اعتماد وکړ او زه یی ددی وړ وګڼلم چه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرستي چاری یی راته راوسپارل.

نو زه به هم په پوره اخلاص، ایماندارۍ او امانتدارۍ د خپلو مسلکي زده کړو او د کلونو ملی او بین المللی مسلکی تجربو پر اساس د دغه اعظیم ملت خدمت وکړم.

زه دغه دروند مسولیت د ستاسی امانت ګنم او د ستاسی خدمت د خپل ځان لپاره افتخار ګڼم.
زه به زیار وباسم چه د هیوادوالو غژ واورم او د افغانستان مخابراتی خدمات با کیفیته، کم قیمته او مسئون کړم. د افغانستان څخه به په منطقه کی ډیجیټل افغانستان جوړ کړم.

د مخابراتو په وزارت کی به کار اهل کار ته وسپارم او د ظرفیتونو د ارتقا لپاره به یی لاری چاری ولټوم.

درنو هیوادوالو، د مخابراتو وزارت د ستاسی په چوپړ کی دی او د ستاسی او د یاد وزارت تر منځ واتڼ به را لنډ کړم.
همدا راز د ستاسی ټولو هیوادوالو څخه هیله لرم چه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی د سکتور په رشد او خفاظت کی د خپل افغانی او ایمانی وظیفی پر بنسټ حمایت او ساتنه وکړۍ.

د یو پرمختللی افغانستان په هیله
په درنښت
انجنیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر

برای معلومات بیشتر در مورد جناب سادات، به لینک ذیل مراجعه شود: http://mcit.gov.af/fa/page/1/4/6754

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته