د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د اتصالات مخابراتي شرکت له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۷:۷
اتصالات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د اتصالات مخابراتي شرکت له رئیس ښاغلي هري کریشنان نارایان سره د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا، د کیفیت پر ښه والي او همدا راز له ایرانه بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو د مخابراتي ستونزو د حل په تړاو خبرې وکړې .

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست افغانستان کې د مخابراتي چوپړتیا پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او همداراز یادونه یې وکړه چې د هېواد په ګڼو برخو کې د مخابراتي شبکو کیفیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې له ایرانه افغانستان ته د بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو د مخابراتي ستونزو د حل په تړاو یادونه وکړه چې ټول مخابراتي شرکتونه باید خپل مسؤلیت سر ته ورسوي.

الحاج مولوي حمدالله نعماني د خپلو خبرو په دوام، هېواد کې د مخابراتي شبکو د کیفیت په تړاو وویل، چې اوس مهال د هېواد ټولو برخو کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) د ټولو مخابراتي شبکو د کیفیت ارزونه کوي او هغه مخابراتي شرکتونه چې د کیفیت په برخه کې ستونزې لري ستونزې باید حل او غوره چوپړ وړاندې کړي .

دغې ناسته کې د اتصالات مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هري کریشنان ناراین ډاډ څرګند کړ چې دوی د هېواد ګڼو برخو کې د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه ګڼې برنامې لري او د خپلې شبکې په پیاوړي کولو یې په کافي اندازه پانګونه کړې څو په اساس یې افغانانو لپاره مکالماتي او انټرنیټي خدمتونو په برخو کې غوره خدمات وړاندې کړي، نوموړي همدا راز یادونه وکړه چې د دوی ۱۳ کسیز ټیمونه هره ورځ په هرات او نیمروز ولایتونو کې په ۲۴ ساعته ډول په خدمت بوخت دي او تر دې دمه یې کابو ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه چې یو اندازه وړیا دقیقې او انټرنیټ لري د خپلو هېوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ویشلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته