د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصلوي

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۱۵:۶
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی همه مکاتب کشور را از طریق شبکه فایبر نوری باهم وصل می نماید

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېوادوالو ته د عصري زده کړو تر څنګ د کمپيوټري تجهيزاتو، انټرنېټ او کمپيوټر لېبونو د برابرلو په موخه د پوهنې وزارت او اترا ادارې په ګډه کار کوي چې د هېواد ټول ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصل او د کمپيوټر ليب تجهيزات ورته برابر کړي.

ددغه پروسې په لومړۍ مرحله کې په ۹ ولايتونو کې ۱۱۵ ښوونځي د نوري فايبر له لارې وصل شوي، ۳۱ ښوونځيو ته کمپيوټري تجهيزات برابر شوي او په بشپړه توګه فعاليت ته چمتو دي او د پاتې ښوونځيو د تجهيزاتو د بشپړېدا چارې يې روانې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدا راز د ۲۹۰ ښوونځيو د سروې چارې بشپړې کړي چې د اتصال کارونه يې په د شروع کېدو په حال کې دي او د ۱۲۰۰ نورو ښوونځيو د سروې کارونه په جريان کې دی چې له سروې وروسته به يې د د نوري فايبر له لارې د اتصال چارې شروع شي
ددې تر څنګ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانسټ () دوه ټرانسپوڼدرونه (AfghanSat) ددغه پروژې د اتصال په موخه ځانګړي شوي، تر څو هغه ښوونځي چې د نوري فايبر له لارې يې د نښلېدو امکانات نه وي، د سټلايټ له لارې د پوهنې شبکې سره وصل شي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې او پوهنې وزارت سره په همکارۍ، پر کمپيوټري لابراتوارونو د سمبالښت او د انټرنټ شبکې سره د اتصال په موخه یوه منظمه طرحه جوړه کړې چې د پلي کېدو په حال کې ده. دغه پلان په درې برخو کې ترتیب شوی چې لومړۍ مرحله يې په ۱۳۹۷ مالي کال کې بشپړه شوې او دوهمه او درېيمه مرحله يې په روان کال کې عملي کېږي
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته