د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۹:۴۰
جلسه هیئت رهبری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ د وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ملا محمد حنیف حمزه، تخنیکي مرستیال ښاغلي پوهنیار استاد احمد مسعود لطیف رای، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د مرستیالانو او د وزارت د ګڼو برخو رئیس صاحبانو په ګډون د اجنډا مطابق د نوري فایبر، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ او آسانتیاو پر رسولو، د ټي ډي اېف لسمې پروژې، قانون او پالیسیو پر تطبیق، ټکنالوجۍ او ورته موضوعاتو ترسره شوه.

د رهبري پلاوي مجلس کې د اجنډا مطابق موضوعات وه ارزول شول او اړونده ریاستونو له لوري ترتیب کړای شوي ګزارشونه واوېدل شول ، د ګزارشونو له آورېدو وروسته مشرتابه له لوري هرې برخې ته ځانګړي هدایات او لارښوونې وشوې او همدارازټینګار وشو چې ولسونو ته د سهولت په موخه ورځنۍ چارې باید ګړندۍ او همدا راز د هېوادوالو د ستونزو د هواري په موخه باید پر وخت اقدام وشي.

دغې ناسته کې د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په موخه هر اړخیز بحث وشو او د ټي ډي ایف د لسمې پروژې اړوند چې هېواد کې د محرومو سیمو لپاره د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه زیات شمیر سایټونه په پام کې نیول شوي د تطبیق د چارو په اړه معلومات وا وردل شول، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې اوسنی عصر د ټکنالوجي او مخابراتو عصر دی او د ولسونو تر منځ د اړیکو او ارتباطاتو مهمه او ډېره کارېدونکې وسیله مخابرات دي چې په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کړې څو د هېواد اکثریت لرې پرتې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي.

د یادونې وړ ده دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو او پالیسیو په تطبیق هم خبرې وشوې او د مشرتابه له لوري اړوندو برخو ته د قانون د پلي کېدو هدایات او سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې مربوطه برخو ته د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د ارزونې په موخه هدایت وشو چې یاده پروژه په هر اړخیز ډول تر څارنې لاندې ونیسي او همداراز وکتل شي چې تر دې دمه تر کومې کچې یاده پروژه تطبیق شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته