د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست نوی رئیس د وزارت کارکوونکو ته ورؤپیژندل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۳:۰
رئیس دعوت و ارشاد مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ له مخې ښاغلی شیخ الحدیث مولوي عنایت الرحمن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د رئیس په توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته معرفي او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د دعوت او ارشاد ریاست نوي معرفي شوي رئیس ته په چارو کې د توفیق غوښتنه وکړه او همداراز وه یې ویل دنده امتیاز نه بلکې مسؤلیت دی او د وزارت ټول کارکوونکي او رییس صاحبان باید خپلې دندې په صحیح ډول سر ته ورسوي .

د یادونې وړ ده ښاغلی شیخ الحدیث مولوي عنایت الرحمن د عصري علومو تر څنګ په فقهې او قانون کې د تخصص تر کچې لوړې زده کړې لري او همدا راز په تدریسي او علمي برخه کې اوږده تجربه او د کار کولو ویاړ لري.

دغې ناسته کې د دعوت او ارشاد نوي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي عنایت الرحمن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې نوموړی یې د یاد بست لپاره مناسب ګڼلی او دغه بست لپاره یې د ریاست الوزراء عالي مقام ته د منظورۍ په موخه وړاندیز کړی، د نوموړي په وینا ورسپارل شوې دنده به د وزارت اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ او په پوره اخلاص او صداقت مخې ته وړي.

رئیس دعوت وارشاد وزارت مخابرات

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته