د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د بدخشان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۶
ولایت بدخشان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم محمد طارق فاروقي او د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا لوی رئیس الطاف احمد علمیار د بدخشان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او په یاد ولایت کې د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د پرمختګ او شته ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.

دغه راز نوموړو محترمو رئیسانو د بدخشان ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ښوونیزو چارو د ښه والي او د خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته