د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ولایتي ریاستونو له لوري، په یوشمیر ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د نویو سایټونو د فعالیت او د ظرفیت لوړولو په موخه اقدام شوی.
دې لړۍ کې په یو شمیرولایتونوکې د اف ام راډیوګانو، مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو ترمنځ دهمغږۍ ناستې ترتیب شوي، سربیره پر دې، د افغانستان د ملی دومین اهمیت بیانول، د کمپیوټر له ښوونیزو مرکزونو څخه د زدکوونکو د فراغت په مناسبت د غونډو ترسره کیدل، د یوشمیر مخابراتی شرکتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه شامل دي.
دا ټول اقدامات د مخابراتي سکتور د تقویت او د خدماتو د لوړ کیفیت د تأمین لپاره مهم ګامونه ګڼل کیږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.