د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ له محلي کمپنیو څخه د لیدني پروګرام پیل کړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا ته ژمن دی، او د دې سکټور د ټولو اړوند لوریو تر منځ په نیژدي همکارۍ او همغږۍ باندې باور لري، او دا چې هغوی په اعتماد کې واخلي او په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د صنعت د روزنې لپاره د یوې مشترکې اجندا او لیدلوري په لور ګامونه واخلي.

په همدې هیله، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ معیین، جلالتمآب ایمل مرجان د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ له محلي کمپنیو څخه د لیدنې پروګرام پیل کړ، تر څو په افغانستان کې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د خصوصي سکټور ظرفیت وارزوي، او دا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د راتلونکې ستراتیژۍ او لیدلوري په پروسه کې هغوی هم برخوال کړي، او د سوداګرۍ په نړیوال سازمان (WTO) کې د افغانستان د غړیتوب په اړه عامه پوهاوي خپور کړي.

دا پروګرام د یو شمیر مشهورو معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ کمپنیو څخه په لیدني پیل شو، چې د TechNation، Afghanistan Reliable Technology Services (ARTS)، NetLinks، CodeZone او Afghanistan Holding Group (AHG) کمپنۍ سره د لیدنو په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه جلالتمآب ایمل مرجان، او د ټکنالوجۍ او نوښت رئیس ښاغلی ویس پایاب د نوموړو کمپنیو له مسؤولینو سره وکتل، د هغوی د اوسنیو محصولاتو، خدماتو او پروژو په اړه یي خبرې وکړي، د هغوی ستونزي او وړاندیزونه یي واوریدل او د هغوي وړتیاوي یي وارزولي.

  

د TechNation او ARTS کمپنیو له مسؤولینو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیئت ګډ انځور

جلالتمآب ایمل مرجان په خپلو خبرو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هغه پالیسۍ او مقررات په لنډه توګه تشریح کړل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور به اغیزمن کړي. جلالتمآب ایمل مرجان وویل: "د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اصلي تمرکز د زیربناوو په جوړولو باندې وه، ځکه د زیربناوو پرته د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند پالیسۍ، کړنلاري او قوانینو پلي کول به ستونزمن وي."

 

هغه په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د پراختیا په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اوسنۍ دریځ تشریح کړ او د راتلونکي پالیسي جوړونې اړوند پریکړو کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ خصوصي شرکتونو او سازمانونو د رول په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي ایمل مرجان همدا رنګه په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان په غړیتوب او د افغانستان د اقتصاد لپاره د هغه د اهیمت په اړه تشریحات ورکړل او وویي ویل: "هره اداره باید یوه کاري واحد وټاکي او لږ تر لږه د یوه کال لپاره د نړیوال سوداګریز سازمان شرایط، قوانین او پالیسۍ مطالعه کړي، او هغه لارې په ګوته کړي چې له دې فرصت څخه د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د سکټور په پراختیا کې کار واخیستل شي." ښاغلي مرجان زیاته کړه، "د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ کمپنۍ باید خپلې چارې له نړیوالو معیارونو سره برابري کړي، تر څو له دي فرصت څخه حد اکثر ګټه واخیستل شي، او په نړیواله کچه سیالۍ وکړي." جلالتماب ایمل مرجان همدا رنګه په خپلو خبرو کې د باکیفیه محصولاتو او خدماتو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.
 
 

د NetLinks او CodeZone کمپنیو له مسؤولینو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیئت ګډ انځور

ورپسي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هیئت ته د مسؤولینو لخوا د هغوی د کمپنیو په اړه معلومات ورکړل، چې د دې کتنې په بهیر کې ښاغلي ایمل مرجان د کمپنیو کارکوونکي سره یو په یو خبرو له لارې هغوی په خپلو چارو کې لازیاتو کوششونو ته وهڅول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به په راتلونکي دري میاشتو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند ۱۰۰ کمپنیو څخه لیدنه وکړي، تر څو هغه موخي ترلاسه کړي کومې چې په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ ټولني د پیاوړي کولو لپاره ټاکل شوي دي.
 

د Afghanistan Holding Group (AHG) کمپنۍ له مسؤولینو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیئت ګډ انځور

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته