د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او آیسا ادارې تر مینځ د ګډو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړ ادارې (آیسا) تر مینځ په هیواد کې مخابراتي او معلومتي ټکنالوجۍ سکټور د خدمتونو د لا پراختیا او ودې لپاره د پانګونې په جلبولو کې د ګډې مرستې هوکړه لیک د یو کنفرانس په ترڅ کې لاسلیک شو.

په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین وویل: په تیره یوه لسیزه کې افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په بیلا بیلو لکه موبایل خدمتونه، 3G، انټرنیټ او نوري فایبر په برخو کې د پام وړ او چټک پرمختګ کړی دی. ښاغلي سنګین زیاته کړه: د دغه هوکړه لیک موخه په افغانستان کې د ای سي ټي په برخه کې پرمختګ، د خدمتونو د کیفیت لوړول او د کار او شغل زمینې برابرول دی.

ښاغلي سنګین په ټینګار سره وویل: هیله لرو چې د هوکړه لیک په پلي کیدو سره په څو راتلونکو کلونو کې د معلوماتی ټکنالوجۍ څخه به نه یواځې د خپل ژوند په ورځني چارو کې ګټه پورته کړو بلکې د معلوماتی ټکنالوجۍ صادرات به هم ولرو.

ددې تړون له لارې به دا لاندې ذکر شویو موخو تر لاسه کول لازمي و ګرځی:

  • د ICT سکټور د ودې او پراختیا لپاره کار کول، چې کولای شي مثبتې اغیزې ولری او په افغانستان کې د بیوزلۍ په کمولو، اقتصادي وده او د کاری فرصتونو پيدا کول یې پایلې شي.
  • په افغانستان کې د ICT په سکټور د کاروبار د ملاتړ لپاره د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت او آیسا ادارې تر منځ د همکارۍ ترویجول.
  • په افغانستان کې د ICT سکټور کې د خصوصی پانګونې را جلبول، ترویجول او د هغوی ملاتړکول.
  • د هغو چیلنجونو او خنډونو د له منځه وړلو لپاره کار کول، کوم چې د ICT سکټور د پانګوالو لپاره غیر مطلوب شرایط جوړوی، لکه بریښنا، د ځمکې حقوق، لوړې مالیې، اړوند د مناسبې پالیسۍ او قانون نشتوالی.
  • د ICT پارکونو جوړول
  • د ICT او آیسا تر مینځ د منسجم شوي طرزالعمل او میکانیزم جوړول، په افغانستان کې د ICT په څانګه کې د پانګونې او کار کولو جوازونه صادر کړي.
  • د داسې قانوني کاري چوکاټ او سوداکریز چاپیریال جوړول چې د ICT د سیمه ایزو شرکتونو او نړیوالو شرکتونو تر مینځ د شراکت جوړولو لپاره د ستراتیژیک یووالی، مشترک تشبثاتو، تخنیکي همکارۍ، او همدا رنګه د افغانستان په بازارونو کې د پانګونې راجلبولو او ترویج لپاره هغوی ته اړتیا لیدل کیږي.

وروسته د آیسا ادارې رییس ښاغلي وفی الله افتخار وویل: چې دا هوکړه لیک د معلوماتي ټکنالوجۍ د لا پرمختګ په لور یو مثبت ګام دی. ښاغلي افتخار وویل چې د مخابراتو ، معلوماتي ټکنالوجۍ او خدمتونو پرمختګ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې او لاسته راوړنې د قدر او ستاینې وړدي.

ښاغلي افتخار زیاته کړه: چې د مخابراتو په وزارت کې کافي وړتیا او ظرفیت شته دی چې د پانګې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو چې پر بنسټ به یې په هیواد کې وزګارتیا له مینځه لاړه شي او د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونه به پراختیا ومومی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته