د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د افغان بیسیم او اې سي جي شرکتونو مسؤلین مهاجرینو ته په عاجل ډول د خدماتو د چمتو کولو په موخه تقدیر کړل

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۵:۳۶
شرکت های مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني چې ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري کمپ ته یې سفر درلود هلته یې د مخابراتي آسانتیاو په موخه افغان بیسیم او اې سي جي شرکتونو ته هدایت کړی و چې په عاجل ډول د لنک او نوري فایبر له لارې مهاجرینو ته د آسانتیا په موخه انټرنټي خدمات چمتو او فعال کړي.

یادو شرکتونو هم د یوې ورځې په ترڅ کې د لنک او فایبر له لارې هلته ټولې برخې انټرنټي خدمتونو سره وصل کړي او خپل خدمات یې په معیاري ډول چمتو کړل چې اوس مهال د تورخم ښارګوټي عمري کمپ ټولې کمېټې د لنک او فایبر له لارې چټک انټرنټ سره وصل شوي چې له مخې به یې د افغان مهاجرینو ستونزو ته په وخت رسېدنه کېږي او همدا راز اړونده چارې به یې هم کم وخت کې سر ته رسېږي.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې ښاغلي وزیر صاحب د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس ښاغلي علي الله سروري او د اې سي جي شرکت حقوقي رییس ښاغلي عبدالودود بابکرخېل څخه مننه وکړه او د دوی فعالیتونه یې د مهاجرینو لپاره د تورخم ښارګوټي عمري پنډغلي کې وستایل ښاغلي وزیر صاحب یادونه وکړه چې، یادو شرکتونو  له مهاجرو افغانانو سره د مرستې او همدا راز دوی ته د آسانتیاو د برابرولو په موخه د هدایت له اخیستو وروسته په عاجل ډول خپل خدمات فعال کړل او هلته یې ټولې برخې له انټرنټي خدمتونو سره وصل کړې.

شرکت های مخابراتی

د غونډې په جریان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، افغان بیسیم او اې سي جي شرکتونه تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې افغان مهاجرینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري په ترتیب شویو ستاینلیکونو تقدیر کړل.

شرکت های مخابراتی

د افغان بیسیم او اې سي جي شرکت مسؤلینو هم ډاډ څرګند کړ چې دوی د هېواد ټولو برخو کې افغان مهاجرینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو په برخه کې چمتو دي او د هېواد هرې سیمه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري هدایت وشي دوی به خپل انټرنټي او مخابراتي آسانتیاوې چمتو کوي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د افغان بیسیم او اې سي جي شرکتونو په مټ د ۲۰۰ ام بي پر چټکوالي ټولو خدماتي برخو ته انټرنټ چمتو کړی چې په ۲۴ ساعته ډول فعالیت کوي او همدا راز د افغان مهاجرینو د انټرنټي او مخابراتي ستونزو د حل په موخه هرې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه چې یو جي بي انټرنټ او ۱۰۰۰ دقیقې لري هم ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته