د فساد سره د مبارزې په تړاو ناسته وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر انجینر سید احمد شاه سادات د فساد سره د مبارزې د څار او ارزیابۍ کمیسون له مسولینو سره ناسته وکړه. سرپرست وزیر د فساد پر ضد د دغه کمیسون د تلاشونو او هڅو ستاینه وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ. سرپرست وزیر همدا راز د فساد د مخنیوي او اغېزمنې مبارزې لپاره د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د ټولو برخو د ارزیابۍ او د هرې پروژې او د وزارت د کارونو په اړه د اړینو مالوماتو ورکولو ژمنه وکړه او په دې اړه یې د دغه کمیسون سره د دوامداره غونډو په اړه هدایات ورکړل.
د فساد سره د مبارزې د څار او ارزیابۍ کمیسون د فساد په ضد د سرپرست وزیر د تعهد او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او په دغه لاره کې یې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته