د روشن مخابراتي شرکت مسؤول سره لیدنه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آریوبي نن د خپل کار په دفتر کې د روشن مخابراتي شرکت عمومي اجرائيوي رئيس محترم کریم خوجه سره د لیدنې تر څنګ په جدي توګه غوښتنه وکړه چې ددغه شرکت د غېر راجستر سیمکارتونو د خرڅلاو مخه ونيسي.
پر دې سربېره ښاغلي آریوبي تاکید وکړ چې د انترنیت او نورو ټولو خدماتو بیې را کمې او د کېفیت په برخه کې پوره پاملرنه وکړي.