د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
ولایت بامیان افغانستان

بامیانو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت سیغان ولسوالۍ سوخته چنار کلي، غوراب او ګدایې غره کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه، دغه مخابراتي سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته چې د یاد ولایت محرومو سیمو ته د پلان شویو انټنونو له ډلې دی د غوره مخابراتي چوپړ په موخه جوړېږي.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي انټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته