د ام ټي ان افغانستان شرکت د اسهامو د انتقال به اړه
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
څرنګه چې د ام ون ګروپ انویسټ کام ای ایف لمیټډ شرکت ته د ام ټي ان افغانستان شرکت د اسهامو د انتقال (واګذارۍ) پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) کی جریان لري.
بناً ټولو حکمي او حقیقي اشخاصو ته خبر ورکول کیږی چی دا شرکت د افغانستان د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د خپلو مکلفیتونو پر وړاندي ژمن دی. د یادونې وړ ده چي د ام ټی ان افغانستان شرکت نوي سهمدار اترا اداري ته رسماً خپل تعهد سپارلي چي د ام ټی ان افغانستان په ذمه د ټولو مکلفیتونو پر وړاندي به ژمن وي.
په درنښت
عطا محمد یاري
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې تخنیکي مرستیال