د امریکا متحده ایالاتو نړېوالې پراختیایي ادارې له مسئولینو سره ناسته
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست شهزاد آریوبي د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیایې ادارې USAID د پروموټ پروګرامPromote Programe له مسئولینو سره ناسته درلوده. په ناسته کې افغان ښځو ته د ټکنالوجۍ او په نورو بیلابیلو برخو کې د روزنیزو پروګرامونو او کارې فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې. سرپرست وزیر د پروموټ برنامې له مسولينو مننه وکړه او په دوه اړخيزو همکاريو يې ټينګار وکړ.