د الیکترونیکي تذکرو اړوند قرارداد لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت او د GTR شرکت تر منځ د الیکترونیکي تذکرو اړوند قرارداد تمدید او لاسلیک شو. 

د دغه قرارداد له مخې به د GTR شرکت د الیکترونیکي تذکرو د چاپ، سستمونو، ډېټابېس او الیکترونیکي حکومتولۍ اړوند زېربناوې جوړوي. د الیکترونیکي تذکرې اړوند ۸۰% چارې د همدې شرکت لخوا له مخکې نه تکمیل شوي چې اوس یې قرارداد د راتلونکو دوه کالو لپاره په اصلاح شوې بڼه تمدید شو. 
یاد قرارداد د تدارکاتو د ملي کمیسون لخوا منظور شوی، چې په اساس به یې ډېر ژر د الیکترونیکي تذکرو توزیع پیل شي.
د غونډې په پای کې د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر انجینر احمد شاه سادات د الیکترونیکي تذکرو د ژر تر ژره توزیع په اړه د ټولو لازمو همکاریو ډاډ ورکړ او د دې قرارداد لاسلیک کېدل یې لویه لاسته راوړنه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته