د افغانستان د طبی شورا له رئيسې آغلې نسرین اوریاخیل سره لیدنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۱ - ۱۵:۳۹
ديدار با محترمه نسرین اورياخیل رئیس شورا طبی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان طبی شورا رئيسې له آغلې نسرین اوریاخیل سره د لیدنې تر څنگ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت تخنیکي همکاریو، د الکترونیکي سیستمونو جوړولو، د الکترونیکي حکمتوالی د برنامې تطبیق او دغه شورا دفتر ته د ویب سایت جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان طبی شورا په هیواد کې د روغتيايي خدماتو د ارزیابۍ او نظارت لپاره جوړه شوې چې په پورته مواردو کې د همکاریو غوښتونه کوي او مخابراتو وزارت په ټولو اړوند برنامو کې له دغه ادارې سره مرسته کوي.

محترم شهزاد آريوبي د آسان خدمت ادارې او سایبر سکیورتي تخنيکي ټيمونو ته دنده وسپارله چې د دغه ادارې سیستمونه برسي او مطالعه کړي، ترڅو ددغه اسانتياو تر څنګ هېوادوالو او په ځانګړې توګه ډاکټرانو ته ASANJOB په شان د معلوماتي ټکنالوجۍ د نورو اسانتياو زمينه برابره شي
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته