د اسيا د وروسته پاتې هېوادونو په سيمه ايزه ناسته کې ګډون،

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير ښاغلي شهزاد اريوبي د ملګرو ملتونو UN-OHRLLS لخوا تنظيم شوي د اسيا د وروسته پاتې هېوادونو په سيمه ايزه ناسته کې ګډون وکړ. په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې د اسيا د وروسته پاتې هېوادونو په مخابراتي او د معلوماتي ټيکنالوجۍ په سکتور کې لاسته راوړنو، ستونزو او تجربو باندې خبرې وشوې. 

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير وويل:
افغانستان په تېرو ۱۵ کالو کې په دغه سکتور کې سريع پرمختګ کړی. ۹۰٪ خاوره يې تر مخابراتي پوښښ لاندې ده. د درې مليارده ډالرو په ارزښت پانګونه شوې او ۵ سترې شبکې په دغه برخه کې فعاليت کوي."
هغه همدا راز د اسيا د وروسته پاتې هېوادونو تر منځ د همکاريو لپاره د همغږۍ په زياتوالي، ښې حکومتولۍ او د خصوصي سکتور په تقويې ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې د نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې لا هم 3.9 مليارده خلک انټرنيټ ته لاس رسی نلري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته