دکندز ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوری د مبایل کرېډټ کارټ د پلور چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۳:۳۵
ولایت کندز

دکندز ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر سیمو کې د مخابراتي شرکتونو اړوند کرېډټ کارټ د پلور له بهیر څخه چې په فزیکي او بریښنايي توګه په عمده او پرچون ډول په پیرودنکوپلورل کیږی څارنه ترسره شوه..

 د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو اړوند د کریډټ کارټ پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې دغې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق کرېډېټ کارټونه وپلوري او هیڅ څوک حق نه لري چې له ټاکل شوې معیاري بیې څخه په لوړه بیه په الکټرونیکي او یا هم فزیکي ډول خدمات سر ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوي کوي او سرغړوونکو سره قانوني چلند هم کېږي

دیادولو وړده چی دکندز ښار هغو هټيوالو چې د کرېډېټ کارټ د پلور چارې ترسره کوي ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره به مراعتوي او له مخې به یې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته