جمهوررئیس غني د ملي هویت اسنادو د الکترونیکي کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت راپور واورېد

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۳/۳۰ - ۵:۳
dgfdfg

۳۰ - غبرګولې - ۱۳۹۷

جمهوررئیس غني د ملي هویت اسنادو د الکترونیکي کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت راپور واورېد
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د (جي ټي آر) کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د ملي هویت اسنادو د الکترونیکي جوړولو پر پروژې په اړه بحث وکړ.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي د یادې پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه وویل، د دغې پروژې زیاتره برخې بشپړې شوې او پاتې نورې برخې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړې شي.

هغه د دغې پروژې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه هم غونډه کې شریک کړل او وې ویل، په نېږدې راتلونکي کې به د برېښنایي تذکرو له ادارې سره هوکړه لیک هم لاسلیک کړي.

همداراز د ( جي ټي ار) کمپنۍ مسوول هم د دغې پروژې د قرارداد د مالي برخې په اړه جمهوررئیس او د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

وروسته د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې یاده پروژه یوه ملي پروژه وبلله او وې ویل، برېښنایي حکومتوالي زمونږه اصلي موخه ده او یاده پروژه باید ژر ترژره په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.

د هېواد جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د زیربناو په چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي په مشرۍ او د مالیې، مخابراتو وزارتونو او برېښنایي تذکرې د ادارې په غړیتوب دې کمیټه جوړه شي چې د دغې پروژې بېلابېلې برخې په دقیقه توګه وارزوي. هغه وویل، له څېړنو وروسته دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په روښانه توګه خپل راپور او طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته