بامیانو ولایت په مرکز کې ۳ نوي مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۶:۱۵
ولایت بامیان افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د بامیانو ولایت په مرکز کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د اټوما مخابراتي شرکت، درې نوي سایټونه چی ۴جي اینټرنتي خدمتونه واړندی کوی جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به د بامیانو ولایت مرکز اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له اینټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده بامیانو ولایت د مرکزی سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته