د غور ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې درې سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۰
ghor

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د غور ولایت پسابند ولسوالۍ خمبولاق کلي کې، دولینه ولسوالۍ خاک یارک سیمه کې او شهرک ولسوالۍ سرتایده سیمه کې دسلام شبکې درې مخابراتي سایټونه د مخابراتي ستونزو د حل په موخه چې اټرا اداري د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به دغور ولایت د پسابند، دولینه او شهرک ولسوالیو اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده د غور ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته