دایکنډي ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۴
ولایت دایکندی

دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز کې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د نویو سیمکارټونو د خرڅلاو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې مشترکینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۴۳
Background image

زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د سلام مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادی ولسوالۍ اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت خروار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یوه...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۴
Background image

دایکنډي ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته