ننګرهار ولایت کې د مخابراتی شرکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۷:۳۵
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په مرکز جلال آباد ښار کې د روشن، اتصالات او سلام مخابراتی شرکتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د یادو مخابراتي شرکتونو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق د سیمکاټونو د پلورلو لړۍ پر مخ روانه ده او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شرکتونو ته په دې برخه کې د مخابراتي شبکو مشترکینو لپاره د آسانتیاو د ډېرولو او سهولتونو د برابرولو سپارښتنې وشوې .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څخه وخت په وخت څارنه ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د کندز ولایت کلباد او ګلتپه ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې دوه سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د یادو مخابراتي سایټونو په فعالېدو سره به د کندز ولایت د کلباد او ګلتپه ولسوالیو اوسیدونکي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

بېرته خبرونه ته