د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اړتیا وړ بریښنایی وسایلو د تدارک او چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه وزارت د اړتیا وړ بریښنایی وسایلو تدارک او چمتو کولو پروژه په یو ملیون څلور څلویښت زره څلور سوه پنځه څلویښت عشاریه یو (۱۰۴۱۴۴۵.۱) افغانیو په ارزښت د خالد عمر زاده سوداګریز شرکت ته چې د کابل د مرکز، د کلوله پشته کې موقعیت لري، ته ورکړئ.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

پوهنیار احمد مسعود لطیف رای

د تخنیکی او پالیسي معین

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders