د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت رئیسانو او کارکوونکو ته ور وپیژندل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۸ - ۱۷:۱۹
مولوی نجیب الله حقانی

دا غونډه نن پنجشنبه د وږي میاشتې ۱۸ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یو شمیر رئیسانو او کارمندانو او د میلمنو په ګډون جوړه شوې وه.

ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. لومړی د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د غونډې د موضوع او اهدافو او همدا راز د اسلامي امارت د مهمو موخو او دندو په باره کې په تفصیل سره خبرې وکړې. ښاغلي حنفي وویل چې افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په ګډون په ټولو برخو کې متخصصینو ته اړتیا لري او له هغوی یې وغوښتل چې د تیر په پرتله ډیر هڅونې او د وطندوستۍ احساس سره د دې سکتور د ودې لپاره کار وکړي.

حنفی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د معرفي کولو پر مهال ښاغلي حنفي هغه یو صادق او خدمتګار شخصیت وباله او ویې ویل چې د اسلامي امارت په پخوانۍ دوره کې، هغه د مالیې وزارت مرستیال او د کانونو او صنایعو کمیسیون ریاست پشمول په بیلابیلو پوستونو کې کار کړی و.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په مخابراتي سکتور کې د خپلو کاري اهدافو په اړه توضیحي خبرې وکړې.

نجیب الله حقاني

ښاغلي حقاني د خلکو اړتیاو ته ځواب ویونکې ادارې رامینځته کول، د لویو موخو لپاره د موجوده امکاناتو کارول، د متوازن، ارزانه او کیفیت لرونکي خدمتونو چمتو کول، لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراخولو هڅې، د سیمه ایزو او نړیوالو معیارونو سره سم د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول، ډیجیټل افغانستان، روڼتیا او حساب ورکونه یې د خپلو خورا مهمو کاري پلانونو په توګه یاد کړل.

د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال احمد مسعود لطیف رای په خپلو خبرو کې په تیرو وختونو کې د مخابراتي سکتور ځینو ننګونو ته په اشارې سره، د معلوماتي ټکنالوجۍ پراختیا او د پروسو ډیجیټل کول یې د وزارت مهمو اهدافو او دندو په توګه یاد کړل او په دې برخه کې د نوي مشرتابه څخه د ډیرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

احمد مسعود لطیف رای

پدې ناسته کې، شیخ محمد شریف د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د اهمیت، د ټولنې او د نن ورځې د اړتیاو او د اسلامي امارت د حکومت ستراتیژیو په اړه هم خبرې وکړې.

په پای کې غونډه د مولوي عبدالسلام سعادت په دعایې سره پای ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته