پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه
یاد څلور سایټونه د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په وليوست سیمه او د نعمتاباد ولسوالۍ په خړغر سیمه کې موقعیت لري یادې سیمې له ولایتي مرکز څخه په لرې واټن کې پرتې او فرضي کرښې ته نږدې موقعیت لري، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته جدي اړتیا لري. د یادو سایټونو له نصب او فعالېدو سره به په دغو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو پوښښ پراخ او د اوسېدونکو مخابراتي او د غږیزو اړیکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، چې د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په مالي تمویل، د دغه ولایت د څلورو نویو منظور شویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سروی د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا محمد انور قیام، د اترا ادارې د مدیر او د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د استازو له لوري ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت لپاره د ټي ډي ایف د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې منظور شوي ټول ۱۲ مخابراتي سایټونه سروي شوي دي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې د نصب چارې هم پیل شي.
