د کاپیسا ولایت مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي خدمتونو پرانیسته وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۵۵
کاپیسا

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال، د بېلابېلو ادارو یو شمېر مسؤلینو او د روشن مخابراتي شرکت استازو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د کاپیسا ولایت د مقام مرستیال محترم شیخ اسدالله سنان څرګنده کړه چې ټکنالوجي د ننني عصر یوه بیړنۍ اړتیا ده، او په دې برخه کې یې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

همداراز، د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي دلاور برهان په خپلو خبرو کې له روشن مخابراتي شرکت څخه غوښتنه وکړه چې خپل مخابراتي خدمتونه د دې ولایت نورو سیمو ته هم پراخ کړي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ولایتي اداره (اترا)، او د روشن مخابراتي شرکت، د مخابراتي خدمتونو د ښه‌ والي او پراختیا په برخه کې د خپلو هڅو له امله وستایل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته