نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۶
Noorustan

نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت د واما ولسوالۍ په کوردر سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې اړوند قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

زابل ولایت شاجوي ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودنکو خدمتونو د استازولیو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن پرمهال...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې

په هغه غوډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه،  محترم مولوي عبدالحنان فیاض د یاد ولایت...

بېرته خبرونه ته