زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۳۷
ولایت زابل افغانستان

زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته د یاد ولایت محرومو سیموته د مخابراتي چوپړ وړاندې کولو په موخه جوړیږي څارنه ترسره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره سم په معیاري ډول بشپړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍوزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۰:۱۵
Background image

د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ شنکۍ سیمې دوبندي، اسلام‌دره، آبتک، مڼي او نور واړه کلي له مخابراتي خدمتونو...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۶:۵۸
Background image

د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د زابل ولايت شاجوی ولسوالۍ اړوند رډانو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۴:۱۰
Background image

بامیانو ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د بامیانو ولایت د یو شمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د مخابراتي شرکتونو له لوري د نویو لېږل شویو سیمکارټونو...

بېرته خبرونه ته