د IT Lab څیړنیز تجهیزاتو پیرود لپاره د داوطلبي بیا ځلي اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د آی ټي لب د تجهزاتو چمتوکومو د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په 10:00 بجو (دوشنبه) د 27/6/1398 نیټه د مخابراتو وزارت ودانۍ په 14پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي. همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانېWWW.MCIT.GOV.AF له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.
د آفر ضمانت چې دوه سوه او دیرش زره 230000 افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه دی د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د 1398 کال د وږي د میاشتې په 27 نیټه (د چهارشنبې په ورځ) د سهار په لسو بجو د مخابراتو وزارت په 14 پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.
د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ د باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.
په درنښت
Documents
د IT Lab څیړنیز تجهیزاتو پیرود لپاره د داوطلبي بیا ځلي اعلانshrtnamh_tjhyzat_thqyqaty_ay_ty_lb.pdf