د ګرانو هېوادوالو د پام وړ!

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۳
اطلاعیه

ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر اسناد لاس په لاس کېږي چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د ګڼو وزارتونو او ادارو اسناد لیک شوي.

د خپلو هېوادوالو د ډاډ لپاره باید وویل شي چې هیڅ راز سیسټمونه نه دي هک شوي، زمونږ ټول سیسټمونه محفوظ دي او هیڅ راز ستونزه پکې نشته.

کوم اسناد چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ډېری یې په عام ډول د لاسرسي وړ دي چې اکثریت یې د تېرو څو کلونو دي او په متواتر ډول جمع شوي او د عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره په دې موخه چې سیسټمونو نه یې راخیستي نشر ته سپارلي.

رسینز شویو اسنادو ته په کتو ډېری یې هغو برخو پورې اړوند دي چې تر دې دمه د یادو اسنادو لپاره کوم ځانګړی سیسټم نه لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو هېوادوالو او امارتي وزارتونو او ادارو ته ډاډ ورکوي هغه سیسټمونه چې د دوی اړوند دي په محفوظ ډول د تخنیکي او مسلکي کادرونو په واسطه ساتل کېږي او د نورو د مداخلت څخه په امان دي.

د یادونې وړ ده چې د معلوماتو ملي مرکز ( ډیټاسنټر) او اړونده آرشیف سیسټمونه په مکمل ډول مصئون دي، او تر دې دمه د سایبري حملو پر وړاندې مطمین ماحول کې ساتل کېږي.

همدا اراز ابتدايي معلوماتي ښيي چې دغه معلومات ممکن په متفرقه شکل د انفرادي کمپیوټرونو څخه چې له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي د لاسرسي وړ ګرځېدلي وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۳:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې پوهنځي محصلینو ته د انټرنشیپ یا عملي زده کړو برنامه پیل کړه

دغې برنامه کې د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله ذکي محصلینو ته په خطاب...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۳:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د یو شمېر مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي

او په وینا یې څرخ او محمدآغې ولسوالیو کې د مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۳:۱۰
Background image

زابل ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه ۳جی سایټونه فعال شول

د هېواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ د پراختیا او همدا راز د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د کیفیت...

بېرته خبرونه ته