د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکیو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

پدې توګه د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې له مخې، خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکزي دفترونو د اړتیا وړ چوکیو چمتو کولو پروژې د قرارداد ورکولو پروژه د اته سوه اوه اویا زره شپږ سوه شل (۸۷۹۶۲۰) افغانیو په ارزښت د رنګین خورشید لوژستیکي خدمتونو شرکت، ۱۵ ناحیه کې، د پنجصدفامیلو ختیځ لوري، ۵ کوڅه کې د سنګي ښوونځي ته څېرمه موقعیت لري.

هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري کولای شي چې د دې خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د اوو ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴ پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون عقد په معنی نه ده، او قرارداد به چې پورته ذکر شوي نیټه پای ته رسیدو او قانوني پړاونو تر سره کیدو پورې منعقد نشي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله حیات "حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر

 

 

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

Back to tenders