د قادر ظاهر شرکت د واګذارۍ (انتقال) په اړه

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

څرنګه چې د قادر ظاهر شرکت د سهمدارانو ترمنځ د د ټي ټي ایس پي ګریډ A جوازلیک د واګذارۍ (انتقال) پروسه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره کې جریان لري، بنأَ ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته د خپلو معاملاتو د تصفیې په موخه خبر ورکړل شو. د یادونې وړ ده چې د نوي سهمدار لخوا ادارې ته لیکلی تعهد وړاندې شوی دی چې د انتقالیدونکي جواز / جوازلیک / اسهامو اړوند د انتقالوونکي په ذمه د ټولو پاتې مکلفیتونو په ځانګړې توګه د ټولو دیونو او تادیاتي مکلفیتونو د تادیې مسؤلیت به پر غاړه لري.

په درنښت

مولوي سید برات شاه آغا ندیم

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې عمومي رئیس

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۱:۳۱ کابل
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۲:۳۳ کابل
Background image

موضوع: د افغانستان د انټرنېټ د تبادلې مرکز (نکسا) د پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د «مایکروسیستمز» د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ خدماتو شرکت ته چې په کابل ښار، تایمني دوهم سرک کې موقعیت لري، د ټولیزې مبلغې...

Back to tenders