د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه (۸۵) تنه فارغ شول

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۵:۴۲
ولایت خوست

خوست ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له ۳۹ مې دورې څخه د کمپیوټر زده کړو په برخه کې ۸۵ زده کوونکي فارغ شول، یادو زده کوونکو ته د مجربو ښوونکو له لوري د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې شپږمیاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي چې پر مټ به یې وکولای شي تر ډېره بریده د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.

دغې غونډه کې د خوست ولایت یو شمېر مخورو، قومي مشرانو او د حکومت مسؤلینو هم ګډون کړی و او په ګډه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او د یاد ریاست له هلو ځلو یې مننه وکړه چې د وخت مطابق یې د دې ولایت ځوانانو ته د ټکنالوجۍ د زده کړې آسانتیاوې برابرې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته