د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ټکنالوجۍ وزارت د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته د سایبري امنیت د خوندیتوب په برخه کې درې ورځینۍ ورکشاپ ورکړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۳:۲۳
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې له هغې څخه د سالمې ګټې اخیستنې او همدا راز د سایبري فضا د خوندیتوب مسؤلیت لري نو په همدې موخه یې د هېواد بېلابېلو ادارو او وزارت خونو ته روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي چې له مخې یې د ګڼو وزارت خونو او ادارو کارکوونکو ته د سایبري جرمونو، خبرداریو او ډیجیټل نړۍ کې د ځان خوندي ساتلو معلومات ورکول کېږي.

ټولو ته جوته ده چې ټکنالوجي د خپل چټک پرمختګ تر څنګ ګټې او زیانونه هم لري، که له یوه لوري د ټکنالوجۍ پر مټ نړۍ سره نیږدې شوې، فاصلې ختمې شوي، فکر، نظر، رسمي برېښنا لیکونه، اړیکې د یوه کلېک په اندازې فاصلې ته محدودې شوي خو له بل لوري دغې فضا کې د معلوماتو خوندي ساتل، روغتیايي برخو کې ستونزو ایجادول او د چاپیریال اغېزمنېدل هم اندېښنې منځ ته راوړلای شي چې د پوهاوي لپاره یې داسې یوې برخې ته اړتیا لیدل کېږي چې د دغې برخې ماهرين وي.

دا چی د هري ټکنالوجۍ پر وړاندي ګڼ ګواښونه او خطرونه شتون لري نو د دې خطراتو د لمنځه وړلو او یا یې د کچې ټیټولو لپاره باید داسې موثر ګامونه پورته شي چې پر مټ یې وکولای شو شته خطرونه او زیانونه مدیریت کړو او یا یې له منځه یوسو او د ټکنالوجۍ خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشې.

 سایبري امنیت نړۍ کې د ټکنالوجۍ د امنیت  په برخه کې مهم رول لري نو اړینه ده چې د دغي څانګې د اسانتیاو، ګواښونو او خطراتو په هکله د هیواد په کچه مختلفو اداراتو   ته د سایبری امنیت د عامه پوهاوي تر عنوان لاندي مختلفي برنامي، ورکشاپونه او سیمنارونه په لاره واچول شي، دا چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سایبری امنیت ریاست موخې په هیواد کې د سایبري جرایمو تحقیق او پر وړاندې مبارزه ، مخنیوی ، دخطراتو کموالي تر څنګ د عامه خلکو او امارتي اداراتو کارمندانو ته عامه پوهاوی ورکول دي د همدې موخې د تحقق لپاره د سایبري امنیت ریاست د عامې روغتیا وزرات کارمندانو ته  درې ورځنی ورکشاپ د Cyber Security Awareness  د برنامي او د How to Protect Our Digital Life تر عنوان لاندي په لاره اچول شوی و، په یاد ورکشاپ کې  د عامې روغتیا وزارت کارمندانو ته د سایبری خطراتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د حقوقي چارو ریاست نوی رییس او آمر د وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم د منظورۍ له مخې ښاغلی مفتي نورالله ربیعه چې په فقه او قانون کې...

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۲۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د لغمان ولایت یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لغمان ولایت له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره...

بېرته خبرونه ته