دهیواد د مخابراتو د (۳۴) ولایتونو د رئیسانو د همغږی دوه ورځنۍ سیمینار جوړ شو
د هیواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا دولایتونو درئیسانو لپاره د همهږی تر عنوان لاندې دوه ورځني سیمینار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړ شو.
په دغه سیمینار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیالانو ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هیئت او د ولایتونو رئیسانو ګډون کړی ؤ.
د سیمینار په پیل کې ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر میلمنو ته دښه راغلاست په وئیلو سره زیاته کړه : زه ډیر خوښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په دې ورستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه ، او اوچت ګامونه د هیواد والو د آسانتیاؤلپاره اخیستې دي.
ډیر مسؤلیت د ولایتونو د مخابراتو رئیسانو ته متوجه دی، څرنګه چې تاسو په جریان کې یاستۍ ، تر دېد مخه مخابراتي خدمتونه لکه پستي خدمتونه ، د تلګراف خدمتونه او همدارنګه هغه نورخدمتونهچې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لخوا وړاندې کیدل،اوس مهال د وزارت د نوې پالیسی له مخې دغه مخابراتي خدمتونه د خصوصي سکتور لخوا ګرانو هیواد والو ته وړاندې کیږي. اوس په ټوله نړۍ کې پرته د یو دووهیوادنوڅخه ټول مخابراتي خدمتونه د خصوصي سکتور له لارې وړاندې کیږی.
ښاغلی انجینیر امیرزی سنګین د خبرو په ترڅ کې د خصوصي سکتور اهمیت ته اشاره وکړه او ويي وئیل: خصوصي سکتور دهیواد په اقتصاد کې ډیر ګټه ور دی او د سالم رقابت او ښه کیفیت آسانتیاوي برابروي.
ډیر د ویاړ ځای دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت زیات پیرودونکي لري او ورځ په ورځ نور هم د ډیریدو په حال کې دي، او س مهال د تیلفون ګټه اخیستونکي ۱۷ ملیونه وګړو ته رسیږي چې د مخابراتو په برخه کې یو نیم میلیارد امریکایي ډالره پانګه اچونه شويده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لومړنۍ وزارت دی چې د مخابراتي او انترنيتي خدمتونود څارنې او پلټني لپاره یې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) په مستقلهتوګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تشکیل کې جوړه کړه چې پرته دکومتبعیض څخه فعالیت کوي.
همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین زیاته کړه : مونږ هوډ لرو چې د مرکز څخه پرته د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې مخابراتي خدمتونه ۲۴ ساعته فعال کړو چې په همدې اړوند مو د ولایتونو رئیسانو ته بلنه ورکړي ده. ولایتې مسؤلین چې کله خپلومربوطه ولایتونو ته بیرته ستانه شي، صلاحیت لري چې له ټولو موضوعاتو څخه څارنه او پلټنه وکړي ، او دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په اړوند د خپلو څارنو راپور ورکړي.
د ولایتونو د رئيسانو د دندو مهم ټکې په لاندې ډول دي.
۱- د مخابراتي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه
۲-د مخابراتي شبکو د ۲۴ ساعته فعالیتونو څرنګوالۍ او تعقیبؤل
۳-د سرک پرسر د سیم کارتونو د غیر قانونېخرڅولو منع کول
۴-د انټرنيټ کلپونو څخه تفتیش او څارنه کول او د غیر اخلاقي سایټونو څخه مخنیویلکه ( قمار، سلاح خرڅول، د مخدره توکو خرڅول...)
۵- د ټاکي واکي مخابرو او د نورو اړونده بي سیمه توکو څخه پلټنه او څارنه
۶- د جواز نه پرته د سیم باکسونو د فعالیت څخه څارنه او پلټنه
۷-د راډیو له فریکونسي څخه څارنه کول چېثابته کړې چېجواز لری یانه
۸-په لویو ښارونو کې د څلورضلعي آنتنونو او ټاورونو د نصب څخه مخنیوي
۹-د محرومو سیمو په ډاګه کول چې د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخي دی او د اترا ادارې ته خبر ورکول ترڅو په ټول هیواد کې د لاسرسۍ پروژه کې شامل شي.
۱۰-په ټول هیواد کې د (ټي، ډي ، اِف ) له پروژې څخه څارنه او پلټنه د لاسرسي د پروژې لپاره
همدارنګه ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير وویل: د افغانستان حکومت هوډ لري چې له دي نه وروسته به د مخالفینو ګواښونو په هیڅ ډول قبول نه کړي او مخابراتي خدمتونونهبه د ۲۴ ساعتو لپاره په دوامدار توګه د شپې او ورځې د هیوادوالو په چوپړ کې وي.
مونږ هڅه کوو ترڅو د مخابراتي خدمتونه په ښه کیفیت سره په ولایتونو کې د یوه نوې طرزالعمل له لاري تاسو ته د بریښنالیک په واسطه درواستوو او هرې څانګې ته د مخابراتو د تنظیم ادارې لخوا هیئت ټاکل شوی دی تر څو د ولس او پولیسوپه همکاری د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه او پلټنه وکړي چې په نتيجه کې به ګران پیرودونکې له هیڅ ستونزو سره مخ نشي.
ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د خبرو په ترڅ کې وویل : د رئیسانو د کاري ظرفیت د لوړولو او دهغوی د حقوقو او امتیازاتو په اړه وویل : چې په نږدي راتلونکي کې به یو څه پیسی د رئیسانو په معاشاتو کې زیاتې شي .
همدارنګه په یاد سیمینار کې د مخابراتو د تنظیم ادارې ( اترا) د رهبري هیئت لخوا پرزنتیشن په لاندې ډول حاضرینو ته وړاندې شو:
د اترا ادارېلنډه پیژندنه ، د اترا ادارې بنسټیزي موخې ، د مستهلکینو له حقوقوڅخه د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولوحمایت، مشتریانو ته د باکیفیته خدمتونو وړاندې کول، د مخابراتي خدمتونو انکشاف او پراختیا ، په ټول هیواد کې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابرول ، د مخابراتي خدمتونو د کیفیت څخه څارنه ، د پیرودونکو حمایت ،په تعلیمی او روغتیایې مراکزو کې د انټرنيټی خدمتونو وړاندې کول .
او د سيمینار په وروستیبرخه کې د بشري سرچینو رئیس ښاغلی خلیل الله خلیل او د تهيه او تدارکاتو رئیس ښاغلی میر عبدالرحمن صدری په خپل وار سره پرزنتیشنونه وړاندې کړل .
د سيمینار په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداری مرستیال ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د رئیسانو د دوه ورځنی سیمینار د پایلو آرزونه وکړه اودغه لړی یې مثبت وبلله ،همدارنګه د رئیسانو پوښتنو ته د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) لخوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول .