د پالیسۍ او برنامې مرستیال ژوندلیک
د پالیسۍ او برنامې مرستیال ژوندلیک:
اړوند ریاستونه:
د ریاست پیژندنه:
افغانستان د نورو مخ پر وده هیوادونو په څېر د ډیجیټلي بدلون په جوړولو سره د ودې ګړندي کولو په هڅه کې دی.
مګر ډیجیټلي بدلون یوازې هغه وخت ممکن دی، چې د دولت کارکوونکو او وګړو د پیاوړتیا لپاره لازمې سرچینې او وړتیاوې شتون ولري. ترڅو د ټولنې ټول وګړي د ډیجیټلي خدمتونو او ټکنالوجیکي اسانتیاوو څخه برخمن شي. له همدې امله د ډیجیټلي مهارتونو وده د وزارت یو له اړینو لمړیتوبونو په توګه په اجنډا کې شامله ده او د همغږۍ مدیریت او د ترسره کولو لپاره د وزارت د نوي تشکیلاتي جوړښت په چوکاټ کې رامنځته شوي ده.
ماموریت:
د هېواد په کچه د ډیجیټلي سواد پراختیا د هېوادوالو ترمنځ د شته ډیجیټلي تشې له منځه وړل او د ډیجیټلي بدلون یا انقلاب لپاره لاره هوارول دي، د ډیجیټلي مهارتونو پراختیا ریاست به د زده کړې نظام د اصلاح د زده کړې پروګرامونه تدوین او د ذیدخله ادارو په همغږۍ د ټولو دولتي ادارو د تخنیکي او معلوماتي ټکنالوجۍ د دندو او مسؤلیتونو د بیا کتنې پروسه ترسره کوي.
موخې:
د نویو ټکنالوجیو کارولو او د هغوی څخه د ګټې تر لاسه کولو لپاره د هېوادوالو د پوهې کچه لوړول،
د ډیجیټلي خدمتونو څخه د ګټې اخیستلو د څرنګوالي په اړه د خلکو پوهاوی د موجوده ټکنالوجیو د ګټې اخیستنې لپاره انګیزه رامنځته کول، د موجوده ټکنالوجۍ او ډیجیټلي خدمتونو څخه د ګټه اخیستنې په اړه خلکو ته روزنه ورکول، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د اشتغال کچې لوړولو لپاره زمینه برابرول، د هېواد په کچه ډیجیټلي بدلون ته زمینه برابرول.
د ډیجیټلي مهارتونو د پراختیا ریاست تشکیل:
د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۳۹۹ کال په تشکیل کې د پالیسۍ او پروګرامنون مرستیالۍ تر چتر لاندې رامینځته شوی او اصلي دندې یې په لاندې ډول دي:
- د پراختیایی بودیجې تنظیم او ترلاسه کول
- د پایلو، پروپوزلونو او کانسپټ نوټونو پر بنسټ د پلان تنظیم او توحید کول
- د مالي او تخنیکي مرستو راجلبولو لپاره اړوندو ملي او نړیوالو ادارو سره د اړیکو برابرول او همغږۍ چمتو کول.
- په هیواد کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره ادارې پورې اړوند د پالیسیو طرح ، تنظیم او پراختیا.
- د هوکړه لیکونو او معاهداتو تعقیب
- د احصایوي معلوماتو چمتو کول او تنظیم
- د مخابراتي اتحادیو سره همغږي او اړیکه تامینول
د پلان او پالیسۍ تشکیلات:
د پلان او پالیسۍ ریاست درې آمریت څخه متشکل دی چې د دندو لایحه او مسئولیتونه یې په لاندې ډول دي:
- د تحلیل، احصایې او راپور ورکولو آمریت
- د طرحې او پلان جوړونې آمریت
- د پالیسۍ او انسجام آمریت
د ډیجیټلي اقتصاد او د صنعت ستراتیژۍ ریاست ICT په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست لوړ مقام د ۱۵/۲/۱۳۹۹ مه نیټه د ۳۴۵ ګڼې حکم له مخې منظور شوی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په چوکاټ کې تشکیل شوی او د لارښوونې، کنټرول، څارنې او د عالي ټکنالوجۍ صنعت او ډیجیټلي اقتصاد ترمنځ د اړیکو د پراختیا مدیریت په برخو کې خپلې ورځنۍ دندې پرمخ وړي.
د ریاست موخې:
- د مسلکي او کارپوهو کارکوونکو د ګمارنې په موخه د دې ریاست د تشکیل په بشپړولو کار کوي.
- د هیواد په کچه د شخصي شرکتونو آنلاین سودا ګرۍ او بازارموندنې عمومي ارزیابي.
- د ډیجیټلي اقتصاد ستراتیژۍ لپاره د بلوپرنټ لار نقشې جوړول.
- دولتي کاري شریکانو (Stakeholder)سره همکاري او مطلوبې نتیجې ته رسیدل.
- د IT شرکتونو په اړه معلومات پیدا کول.
- د IT شرکتونو اړتیاوې او ستونزې بررسي کول.
- د وزارتونو د IT برخو او اکاډمیکو بنسټونو سره د غونډو جوړول.
- د ACT park په اړه معلومات برابرول.
- د هیواد په کچه د ICT صنعت د څارنې او بیا کتنې لپاره دوامدار میکانیزم.
- د مخابراتي شرکتونو څخه څارنه.
لیدلوری : ( Vision)
د هیواد په کچه د ډیجیټلي اقتصاد ترویجول او رامنځته کول او د ICT park ستراتیژۍ برابرول.
ماموریت: (Mission)
د هیواد په کچه د ډیجیټلي اقتصاد پراختیا او د عالي ټکنالوجۍ صنعت تر منځ د اړیکو اسانتیاوو د مدیریت لارښوونه، کنټرول او څارنه
ژمنې : (Mandate)
- د ا.ا.ج. دولت د مشرتابه شورا د سپارښتنې سره سم د IT برخو سره په همغږۍ د ډیجیټلي بدلون رامنځته کول.
- د هغو شرکتونو سره همکاري او همغږي کول چې د هیواد په کچه د IT په سکتور کې فعالیت کوي.
- د هیواد په کچه د عالي ټکنالوجۍ د پارکونو (ICT park) رامنځته کول.
- د ICT په سکتور کې د ملي او بین المللي پانګوالۍ راجلبول.
- د هیواد په کچه د معلوماتي ټکنالوجۍ شرکتونو څخه ملاتړ او د هغوی هڅونه.
د صنعت ستراتیژۍ او ډیجیټلي اقتصاد ریاست تشکیل
د دې ریاست تشکیلاتي جوړښت په لاندې ډول دی:
- دوهم ۱ بست
- دریم ۴ بستونه
- څلورم ۱۳ بستونه
- پنځم ۳ بستونه
- اووم ۱ بست
- اتم ۱ بست
چې په ټوله کې ۲۳ کاري بستونه دي او د دې ریاست امریتونه په لاندې ډول دي.
- د عالي ټکنالوجۍ صنعت همغږي کوونکی واحد (آمریت).
د خصوصي سکتور او علمي مراجعو سره د ګډ کار له لارې د عالی ټکنالوجۍ پراختیا لپاره هڅه کول او د ملي او نړیوالو ادارو او ارګانونو سره د اړیکو ټینګول.
- د انجنیرۍ او عالي ټکنالوجۍ د پارک مدیریت کولو واحد( امریت).
د انجنیرۍ او عالي ټکنالوجۍ پارک د ټولو ودانیو ساتنه او جوړونه د پلان مدیریت خدمتونه او مراجعینو بیا کتنه، او د انجنیري پارک د فعالیتونو مستند کول.
- واحد ( امریت) د انجنیري او عالي ټکنالوجۍ پلی کوونکی او ډیزاین
د عالي ټکنالوجۍ د پارکونو د زیربناوو او پالیسیو په چوکاټ کې د پراختیایي پروژو د طرحې پراختیا لپاره د شاخصونو ټاکل.
- د بریښنایي سودا ګرۍ واحد ( امریت)
د هیواد په کچه د ICT صنعت د بریښنایي سوداګرۍ په برخه کې مشوره او د پالیسۍ طرحه وړاندې کول.
د بریښنایي سوداګرۍ په برخه کې د اړتیاوو په ګوته کول او د حصوصي سکتور سره په ګډه کار کول او د اړیکو ټینګول.
اړوندو پالیسیو بډا ینې او پراختیا لپاره ، د پوست ، پوستي خدمتونو تنظیم ادارې او د پلان او پالیسی ریاستونو په همغږۍ د پالیسۍ او پروګرامونومرستیالۍ تر نظارت لاندې یوه کمیټه جوړه شوې ده ترڅو د پوسټ نوي پالیسي پراختیا په اړه بحث وکړي.
اوس مهال د پورتنۍ پالیسۍ مسودې باندې کار روان دی.