زابل ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۸
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هدایت د زابل ولایت په مرکز قلات ښارکې د اتصالات مخابراتي شرکت د دوو سایټونو  انټرنیټي ظرفیت او همدارنګه د نوموړې ولایت په شاه جوی، سیوری او شهر صفا ولسوالیو کې د روشن، اتصلات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو  انټرنیټي ظرفیت ۴جي ته لوړشوی دي.

د نوموړو مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي ۴جي خدمتونو په فعالیدو سره به د زابل ولایت مرکز او د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې  اوس مهال په مرکز قلات ښارکې پنځه مخابراتي شرکتونه ۴جي انټرنېټي خدمتونه وړاندی کوی او همدارنګه د یادو سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

تېره اونۍ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوی نجیب الله حیات حقاني د ملي احصایې له مالي او...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۴۳ تنه فارغ شول

د پکتیا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۲۸
Background image

زابل ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي شرکتونو د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

همدارنګه د نوموړې ولایت په شاه جوی، سیوری او شهر صفا ولسوالیو کې د روشن، اتصلات او افغان بیسیم مخابراتي شرکتونو...

بېرته خبرونه ته