د پکتيکا ولايت په ووړممۍ ولسوالۍ کې په لومړي ځل د افغان بېسيم مخابراتي شرکت لخوا مخابراتي او انټرنېټې خدمتونه پيل شول

د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د سفر په ترڅ کې چې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او همدا راز لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د برابرولو په موخه ترسره شوی و د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو مسؤلینو او اوسېدونکو د غوښتنې په اساس ۴۴ مخابراتي انټنونه منظور کړي وو چې د یادو مخابراتي سایټونو له ډلې د پکتیکا ولایت ووړممۍ ولسوالۍ کې په لومړي ځل د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت مطابق خپل ۲جي او ۳ جي خدمتونو پیل کړل، چې له مخې به یې د یادې ولسوالۍ د ګڼو سیمو مخابراتي ستونزې حل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د مخابراتي خدمتونو له ارزونې وروسته جنوب ختیځ ته سفر درلود چې هلته یې د ځايي چارواکو او ولسونو په غوښتنه ۱۵۳ نوي مخابراتي انټنونه منظور کړل چې جوړېدو سره به یې د هېواد د جنوب ختیځو ولایتونود محرومو سیمو مخابراتي ستونزې حل شي.