د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۵۰
قزاقستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي کایرات توربایف سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټو اړوند خبرې وکړې .

دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې یې مهمې او ګټورې وبللې دغه راز ښاغلي الحاج ملا محمد حنیف حمزه اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ اهمیت او د سیسټمونو وده د وخت تقاضا وګڼله او ټینګار یې وکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې هڅه کوي څو هېواد کې ګڼ شمېر سیسټمونه د چارو د آسانتیاو په موخه جوړ کړي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال او پلاوو ته د وزارت په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او افغانستان کې یې د ډیجیټل حکومتولۍ په لاسته راوړنو او اړتیاو خبرې وکړې، ښاغلي احمد مسعود لطیف رای افغانستان د جغرافیوي موقعیت او د اوسني ټیکاو له نظره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره د ډیټا د ټرانزیټ په برخه کې یوه مهمه برخه یاده کړه او زیاته یې کړه چې اوسمهال هېواد کې د ټکنالوجۍ په شمول ټولو برخو کې د پانګونې فرصت تر پخوا ډېر شوی او د نظام په کچه یې ملاتړ هم موجود دی.

په دې ناسته کې تر ډېره د ډیجیټل حکومتولۍ، نوري فایبر، سټلایټ، ډیجیټلي زیربناو، سایبري امنیت، په آی سي ټي کې د تحقیق او ابتکار، ظرفیت لوړونې، د پوسټي خدمتونو عصري کول، د تجربو شریکول او د دواړو دولتونو تر منځ د آی سي ټي په سکټور کې د پانګونې د آسانتیا و رامنځته کېدو په برخه کې مفصل بحث وشو.

د قزاقستان هېواد د پلاوي لخوا پورته یادو شویو برخو کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو او ډاډ یې ورکړ چې د قزاقستان دولت به په یادو برخو کې له افغانستان سره همکاري کوي

د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي کایرات توربایف د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیجیټل حکومتولۍ او ګڼو نورو مواردو په برخه کې تر دې دمه ګټورې خبرې شوي او همدا راز زیاته یې کړه چې دوی افغانستان سره حسنه اړیکې لري او هڅه کوي د نورو برخو تر څنګ د ټکنالوجۍ په برخه کې هم همکار پاتې شي، د ښاغلي توربایف په خبره قزاقستان هېواد د سیسټمونو جوړولو په برخه کې د نړۍ په کچه پراخه ونډه لري او توانېدلي په ډېری ټکنالوجیکي برخو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې مرسته وکړي.

یاده ناسته چې د تېرو ناستو په دوام تنظیم شوې وه په یو شمېر موضوعاتو باندې تفاهم ته د رسېدو لپاره د تخنیکي ناستو په څرنګوالي هم موافقه وشوه .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه وکړه

دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو تر منځ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۸:۳۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ولایتي سفرونو په دوام هلمند ولایت ته سفر وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په لړ کې هلمند ولایت ته تللی او هلته یې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد یوشمیر سیمو کې ولایتي ریاستونو...

بېرته خبرونه ته