د دندو اعلان: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت (۱۸) تخنیکي درېیم او څلورم بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلانوي

naweed_admin
Sat, Oct 03 2026 11:43 AM

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د کار اهل ته د کار سپارلو او د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري چې د خپلو (۱۸) تخنیکي او مسلکي درېیم او څلورم بستونو تشه د آزادې سیالۍ له لارې ډکه کړي.

علاقه‌مندان کولای شي د ۱۴۰۵ هـ ش کال د ۱۱/۷ نېټې، چې د ۱۴۴۸ هـ ق کال له ۲۰/۴ نېټې سره سمون لري، څخه تر ۲۷/۷/۱۴۰۵ هـ ش نېټې، چې د ۱۴۴۸ هـ ق کال له ۱۱/۵ نېټې سره سمون لري، د غوښتنلیک فورم له لینک څخه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې په حضوري ډول د محترم کارکوونکو چارو ریاست ته وسپاري او په یادو بستونو کې ځانونه کاندید کړي.

همدارنګه، د اړوندو محترمو ریاستونو څخه غوښتنه کېږي چې د پورته بستونو د اعلان موضوع خپلو ټولو کارکوونکو ته ورسوي، ترڅو هغه علاقه‌مندان چې د لنډلست (Shortlist) کېدو معیارونه پوره کوي، وکولای شي په رقابتي پروسه کې ګډون وکړي.

پاملرنه: که محترم کاندید د یوې دولتي ادارې کارکوونکی وي، نو اړ دی چې د خپل غوښتنلیک له فورم سره د خپلې ادارې د تبدیلۍ موافقې یوه کاپي هم ضمیمه کړي؛ په غیر دې صورت کې به د یاد بست لپاره واجد شرایط ونه ګڼل شي.

اسناد:

د اسنادو او پاڼو د سپارلو لارښود د کتلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

د غوښتنلیک فورم لینک

یادونه: د اړوند بست له انتخابولو مخکې د اسنادو او پاڼو د سپارلو لارښود په دقت سره مطالعه کړئ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له ۰۲۰۲۱۰۳۹۹۷ شمېرې سره اړیکه ونیسئ.

د بستونو جدول:

شماره عنوان بست بست ریاست مربوطه دانلود فایل
۱ متخصص زیر بنا نکسا ۳ ریاست تکنالوژی معلوماتی دانلود لایحه وظایف
۲ متخصص تحقیق جرایم سایبر ۳ ریاست امنیت سایبری دانلود لایحه وظایف
۳ آمریت آسیب شناسی سایبری ۳ ریاست امنیت سایبری دانلود لایحه وظایف
۴ آمریت انکشاف پالیسی و استندردهای سایبری ۳ ریاست امنیت سایبری دانلود لایحه وظایف
۵ متخصص انکشاف سیستم‌های معلوماتی ۳ ریاست سیستم سازی دانلود لایحه وظایف
۶ آمریت تحلیل و دیزاین سیستم‌های معلوماتی ۳ ریاست سیستم سازی دانلود لایحه وظایف
۷ آمریت انکشاف سیستم‌های معلوماتی ۳ ریاست سیستم سازی دانلود لایحه وظایف
۸ متخصص تحقیق و توسعه ۳ ریاست تحقیق و نوآوری دانلود لایحه وظایف
۹ تحلیلگر حملات سایبری ۴ ریاست امنیت سایبری دانلود لایحه وظایف
۱۰ کارشناس عملیات دیتاسنتر ۴ ریاست تکنالوژی معلوماتی دانلود لایحه وظایف
۱۱ کارشناس بک آب سیستم‌ها ۴ ریاست تکنالوژی معلوماتی دانلود لایحه وظایف
۱۲ تحلیلگر حملات سایبری ۴ ریاست امنیت سایبر دانلود لایحه وظایف
۱۳ کارشناس مرکز عملیات سایبری ۴ ریاست امنیت سایبر دانلود لایحه وظایف
۱۴ کارشناس انکشاف پالیسی و استندردها ۴ ریاست امنیت سایبر دانلود لایحه وظایف
۱۵ کارشناس تحقیق و تحلیل پالیسی و استندردها ۴ ریاست امنیت سایبر دانلود لایحه وظایف
۱۶ کارشناس خدمات ایمیل ۴ ریاست عرضه خدمات IT دانلود لایحه وظایف
۱۷ کارشناس پالیسی ها و استندردهای مخابراتی ۴ ریاست ستلایت دانلود لایحه وظایف
۱۸ کارشناس تحقیق و توسعه ۴ ریاست تحقیق و نوآوری دانلود لایحه وظایف