د مخابراتو او معولوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د می ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي  ټولنې نړیواله ورځ د مخابراتو وزارت لخوا ولمانځل شوه.

 د مې ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ نن چهار شنبه ۱۳۹۱/۲/۲۷ د یو لړ ځانګړو مراسمو به ترڅ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ، جرګې غړو، مخابراتی شرکتونو استازو او کورنیو او بهرنیو میلمنو لخوا په انتر کانټینینټال هوټل کې ولمانځل شوه.

لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال وهاب الدین سادات میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د نړیوالې ورځې د اهمیت په په اړه یې داسې وویل: اړیکې د ژوند په ټولو برخو لکه اقتصادی، تجارتي، پوهنې، لوړو زده کړو او نورو برخو کې ډیرې مهمې دي .

نوموړی وویل موږ د پوهنې، لوړو زده کړو او روغتیا وزارتونو سره د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې همکارۍ پیل کړي، تر څو دوی وکولای شي په اړونده برخو کې له معلوماتی ټکنالوجۍ څخه د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه تري ګټه پورته کړي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکي مرستیال او سرپرست د مخابراتو  نړیوالې ورځې په مناسبت خپله بیانیه ګډونوالو ته وړاندې کړه : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ۱۳۹۰ کال کې د نړیوالې معلوماتي ټولنې د هدفنونو د لاسته راوړلو په موخه د پام وړ کړنې تر سره کړي دي لکه : ۸۵ سلنه خلکو ته د تیلفوني خدمتونو وړاندې کول، د مخابراتو په سکتور کې ۷.۱ ملیادره امریکایي ډالرو سرمايې جذبول، د نوري فایبر د شبکې پراختیا، د مخابراتی کیفیت لوړول، د انترنیټتي خدمتونو پراختیا، اتصالات مخابراتی شرکت ته د ۳G  جواز ورکول هغه کارونه دي چي کولای شو یادونه وکوړو.

نوموړی زیاته کړه هغه څه چې د نړۍ د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ عامل ګرځي ICT او نړیواله هڅې دي جې په دې لاره کې تر سره شوي دي. معلوماتي ټولنه مخ پر ودې اقتصادونه پرمختللي کوي.

 ښاغلي انجنیرحسام دا هم وویل چي د اطلاعاتي او مخابراتي ټولنې د سږ کال شعار(د ښځو پرمختګ معلوماتي او مخابراتي ټولنې خواته) دی نو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښځو چارو له وزارت سره د مرستې په موخه یو د معلوماتي ټکنالوجې مجهز مرکز جوړه وي.

وروسته د نړیوالې مخابراتي اتحادیې (ITU) د سکرتر جنرال ویډیویي پیغام د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې کړای شو.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړي انجنیر صاحب خان د ولسي جرګې په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرو لسو کلونو له کارونو او لاسته راوړنو څخه خوشحاله یو او په تمامه معنا یې ملاتړ کوو.

نوموړي د مخابراتي شرکتونو مسولانو ته وویل چې خلکو ته د خدمت او د سهولتونو راوړلو په موخه مخابراتي قیمتونه راټیټ کړي.

ورپسي د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي مرستیال مبارز راشدي چې په دې کنفرانس کۍ برخه اخیستې وه وویل: نن د ټکنالوجۍ عصر دی موږ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت څخه مننه کوو، چې تل یې له موږ سره د رسنیو په کار کې بې درېغه مرسته کړې ده. که ددغه وزارت مرسته نه وای نو موږ به هېڅکله د رسینو په برخه په دې کچه پرمختګ نه وای کړی.

بیا په تر تیب سره د افغان بیسیم، اتصالاتو، روشن او د فغان ټلی کام رییس ګل احمد راستمن غونډې ته ویناوې وکړي او د مخابراتو او معلوماتي ټولنې په ګټو خبرې وکړې.

د مې ۱۷مه د مخابراتو نړیواله ورځ هر کال دمخابراتي او معلوماتي ټولنې یا (ITU) غړو هېوادو له خوا په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته