د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پُستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۳۳
شرکت های پُستی

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خصوصي پُستي خدمتونو له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال د پُستي خدمتونو د ښه والي، د فرصتونو را مینځته کول، د احتمالي ننګونو په حل او د پُستي خدمتونو په ګډو همکاریو او په دې برخه کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې خبرې وکړې.

په پیل کې د پُستي خدمتونو تنظیم ادارې رئیس عبدالرشید احمدي د پُستي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو مسؤلین غونډې ته ور وپیژندل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې په تفصیل سره مطرح کړل او په دې اړه یې د دواړو خواوو په همکارۍ او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

عبدالرشید احمدی

ګډونوالو په دغه ناسته کې د نوموړي ادارې د پراختیا او پدې سکتور کې د زیاتو فرصتونو د رامینځته کولو غوښتنه وکړه. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو له اوریدو وروسته وویل، چې د پُستي خدمتونو تنظیم قانون به ډېر زر تصویب شي او د هغه په رڼا کې به د پُستي خدمتونو ستونزو ته رسیدنه وشي.

همدا رنګه اغلې معصومه خاوري زیاته کړه، چې د پُستي خدمتونو تنظیم ادارې ته به پراختیا ورکړو او د پُستي خدمتونو کوډونه به ډیجیټلي شي.

نشست هیئت رهبری

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او MTN شرکت ترمنځ په آنلاین ډول یا پر لیکه ناسته وشوه

په دې غونډې کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوی نجيب الله حقانی، د وزارت تخنيکي او مسلکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطيف رای، د اټرا ادارې مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۰:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي سلاکار د یاد وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي سلاکار پوهاند سیدحسن عدلیار د وزارت د مسلکي او تخنیکي معین ښاغلي احمد مسعود لطیف رای له لوري معرفي او...

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي ناسته د یاد وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي صاحب نجیب الله حقاني په مشرۍ ترسره...

بېرته خبرونه ته