د رهبري هئيت نوبتي غونډه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ د سرپرست وزير شهزاد اریوبي په مشرۍ د رهبري هئيت غونډه وشوه. په دغه غونډه کې د تخنیکي معین سید احمدشاه سادات او مالي او اداري معين ډاکټر هادي هدایتي تر څنګ د رهبري هئيت غړو ګډون کړی و. 
په غونډه کې د ۱۰٪ مخابراتي ماليې اړوند RTMS سستم، د اليکترونيکي حکومتولۍ اړوند هوسا پروژې، د سيم کارتونو د راجسترېشن په نهايي شوې کړنلارې او پروسې، د انکشافي بوديجې، د واخان له لارې له چين سره د نوري فايبر پروژې په کارونو، د TDF بوديجې، د وصل ټيليکام او سټريم لينک اړوند بقایه جاتو، د نوري فايبر په راتلونکي پلان، ‌ډيجيټل کاسا او په يو لړ نورو موضوعاتو بحثونه وشو.
سرپرست وزير د چارو د چټکوالي اړوند هدايات ورکړل او د وزارت لخوا تر سره شوي کارونه يې و ارزول.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۵۵
Background image

دایکنډي ولایت اشترلۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو...

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۱
Background image

هرات کې له ایرانه بیرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مخابراتي چوپړ چمتو شو

په دغو استازولیو کې مهاجرینو ته په وړیا ډول سیمکارټ ورکول کېږي چې د وړیا دقیقو سربیره...

بېرته خبرونه ته